دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل ميکانيزم !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

 

                                                                  28.05.2012   

 

ټــول بدن مي سره لمبـه سـووپه لمـبو کي دپــردو

ژر مـي وژغــوري چه سـوځـم لاس مي ونيسي بچـو

تــوره شـپه بـه ژرصبا سي  بيـا اتـل بـه دميـدان سـم

                  لوړ به سر  زمـا ښکاره سي  د پامــير تر جـګو غـرو

دوهمه برخه : مقدمه ـــ  دسياسي حل ميکانيزم  !

مخکي تر دې چی دسياسي حل دميکانيزم او د مقدمي  په اړوند يي دخپل نظر څو ټکي وړاندي کړم ، لازمه مي وبلل چی وليکم  چی زه  دامريکا او غربي نړي دواکمنانو وروستنۍ څرګندونو  چی دافغانستان څخه   دخپلولښکرو د ايستلو په  هکله يي کړي  او کوي يي په تعجب کي واچولم ۰ داځکه چی ددې واکمنانو دتيرو لسو کلونو د تکبر ، بي ځايه  غرور، وحشت او جنايت  څخه ډ کو  کړونو او بيا په اوس مهال کي په يوه  او بله بڼه ددوي د ښکاره ماتي ږغونه ،  ماته داوباما  ديوه پخواني ملګري او ليکوال ( ويليم آر ــ پوليک ) هغه لوي  ليک راپه ياد کړ، کوم   چی  د ۲۰۰۹  کال په ورستنيو مياشتو کي يي اوباما ته دافغانسنتان له پاره دامريکا  دنوي ستراتيژي دجوړولو پر وخت هغه ته ليږلي وو ، او  دليک په يوه برخه کښي داسي ورته لیکلي وه :( ځيني بهرنيان له اشغال سوو سيمو څخه تر ناکامۍ وروسته وتلي دي ، خوځيني بيا په دې پلمه بيرته وزي ، چه ګواګي نور خپل هدف ته ورسيدل ،او دپاتيدو اړتيايي نسته ۰ زه باور لرم چه امريکا اوس هم په افغانستان کي خپل هدف ته درسيدو فرصت لري۰ اوبياداسي مخ ته ځي : داخو خوراپڅ فکر دي چه بغاوت دې  په يوه هيواد کي داشغال کوونکو دلاس پوڅي حکومت په راوستلو پاي ته ورسيږي ۰  که اوباما دخپل ملګري ( ويليم آر ــ پوليک ) ليک په دقت لوستي واي او د هغه د وړانديزونو دپلي کيدو له پا ره  په هغه وخت کي پر ځاي او چټک ګامونه پورته کړي واي ، نو به  نه يوازي  په اوس مهال کي په دې لوړه کچه دامريکا  ولس دداسي ستونځو سره لاس او ګريوا ن واي بلکه   په افغانستان کي به هم  دامريکا تر رهبري لاندي دناټو قواوو دونه پراخ بشري او اقتصادي جنايات  نه تر سره کولاي او د نړي  په ولسونو کي به هم  دغربي نړي په وړاندي د سياسي تنفر فيصدي  دونه لوړي کچي ته نه رسيدلاي ۰

 او هم د ۲۰۱۰ کال د جولاي پر ۳ دامريکا په کانګريس کي د امريکا ديوه مشهور سياستوال او استازي ( ران پاول ) دخپلي بيانيي په يوه برخه کي داسي ويلي دي : زموږ مشرانو پر عراق باندي دحملي له پاره موږ ته درواغ ويل او دافغانستان دنيولو له پاره موږ هم خطا ايستلو ۰آيا موږ ته ددې جنګ دپراخولو په حصه کي يو ځل بيا هغسي درواغ نه ويل کيږي لکه په ۱۹۶۰ لسيزه کي چی دويټنام دجنګ دپراخولو پر مهال راته ويل کيدل ؟ مخ ته ځي او وايي :

هو ، دا واضح ده چی په افغانستان کی پوځی ماتې زموږ په برخه ده . د تګلارې یا تګلارې جوړونکو د بدلون څخه پرته یوازی د جنرالانو بدلون زموږ مصیبت نور هم همیشنیً کوی او صرف هغه څه ځنډوی چی هرومرو پیښېدونکیً دﺉ .
دا هغسی جګړه نه ده چی زموږ جنرالان ورته روزل سوي وو . دولت جوړونه ، د پولیسو کارونه ، ټولنیزی جوړونی هیڅکله هم د بهرنیو نیونکو دندی نه دي او نه هم دا د هغو پوځیانو کار دی چی د جګړې د ګټلو لپاره روزل سوي وي .

په داسي حا ل کي دامريکا واکمنان د پورتنيو امريکايي سياست والو  وړانديزونو ته د چل او چم سره يو ځاي ځا نونه نيژدي کوي  ، چی نيژدي ټول فرصتونه يي دلاسه ورکړي دي ۰ او داسی معلوميږي چی دوي هڅه کوي  چی لږ تر لږه   دخپلي سياسي او اقتصادي ماتي  تلافي وکړي ۰او د خپلي امپراتوري دچپه کيدو وخت يو څه اوږد کړي ۰ چی دانو په واقعيت کي ( خواب است ، مهال ا ست وجنون ) ۰ او دا رنګه  دامريکا د( وسکن سين ) په پوهنتون کي دتاريخ پرو فيسر ( الفردو يليام مک کوي ) د۲۰۱۰ کال په ديسمبر کي په يوه مقاله کي هم داسي  ليکلي دي ۰ ( چی دامريکا دامپراتوري نسکوريدل رانيژدي سوي دده په وينا ديوه زبر ځواک په توګه دامريکا نسکوريدل  تر هغه ډير نيژدي دي چی تاسو فکر کوي ۰ دده داټکل له مخي امريکا به ديو ه زبر ځواک په توګه تر( ۲۵  ۲۰ )  کال پوري به نسکوره سي ) ۰ ځکه نو دامريکا  د تيري  لسيزي د بيساري بشري او اقتصادي جنا يا تونو څخه  ډکو کړونو  په پايله کي په غربي نړي کي  نه يوازي دجګړي پر ضد جوړښتونه را منځ ته سول بلکه دسرمايه داري نظام دبي عدالتيو په وړاندي د ( والسټريټ ونيسي ) تر نامه لاندي  نوي جنبش هم ځان نړيوالو  ته ښکاره کړ ۰ چی کرار کرار  دې جنبش دغربي اروپا څخه  هم خپل  سرونه راپورته کړل ۰ او  د شيګاکوپه ښار کي دناټو دلويي جلسي په وړاندي ددې جنبشونو په لسګونو زرو  خلګو او يو شمير هغه سربازانو چی په افغانستان او عراق کي يي دجنګ پر مهال ميډالونه تر لاسه کړي وه ،   ګډون کړي وو ۰ او د مظا هري ټول  ګډون کوونکو دجنګ پر ضد سخت  شعارونه او ځینو بيا  سختي بيانيي ورکولي ۰ چی دپوليسو دسخت غبرګون سره بيا هم دوي شاته تګ ونه کړ ۰  چی د مظاهري د ګډونوالو سربازانو دجملي څخه  يوه داسي وويل : نن زه دا مډالونه بيرته مسترد کوم دا ځکه چی غواړم دخپل وجدانه سره ژوند وکړم ، نه دا چی د خپل ضمير بندي سم ۰ زه دعراق او افغانستان دخلګو څخه بخښنه غواړم چی وطن مو ور خراب کړي دي ۰  

داسي معلوميږي چی په اوس مهال  استعماري ځواکونه دافغان يرغمل ولس له پاره لاندي  دري لاري ( وريانتونه ) په نظر کي لري ، چی دا نو دافغان ولس دملی ګټو په نظر کي نيولو سره په رښتني مقاومت پوري اړه لري چی لاندي دريمه لاره  ( دريم وريانت ) ځانته غوره کړي ۰

 ۱ـــ د امريکايي پوځي دايمي اډو دشتون لاره ۰ دا لاره دلنډ وخت له پاره دامريکا په ګټه ولي په افغانستان او منطقه کي به داورونو لمبي  نوري هم ډيري او دافغان ملی شتمني به ټوله دبهرنيو کړيو او کورنيو ارتجاعي اقتصادي جنايتکارانو ومنګولو ته ولويږي ۰

 ۲ ـــ دافغانستان څخه  دټو لو يرغلي قواوو شاته تګ او افغان ولس وکورني جګړي ته ټيله کول ۰ دا لاره هم  دافغان ولس دبيساري بشري او اقتصادي تلفاتو لاره ده ۰  چی دابه نودغربي نړي بل لوي جنايت وي چی که  دافغان ولس په وړاندي يي تر سره کړي ۰

 ۳ ــ  د افغان وسله وال مقاومت سره دسياسي روغي جوړي لاره ۰  دا هم  هغه لاره ده چی نه يوازي افغان ولس دد رو لسيزو دجنګ څخه خلاصيږي بلکه غربي نړي به په افغانستان او منطقه کي بيا هم دپښي ايښولو ځاي ولري ۰                                                    

 


دپو رتنيو  څرګندونو په نظر کي نيولو سره که د افغانستان اوسنيو بدو امنيتي ګواښونو ، سختو اقتصادي ستونځو ، داداري فساد لوړي کچي او پر ير غمل سوي ولس باندي په ښارونو او محلاتو کي ديرغلي ځواکونو ، جنګ سالارانو او دغربي نړي څخه راغلي تيکنوکراتانو روحي اوفيزيکي فشارونو او هم ددوي دجوړ کړي قانون دحاکميت په مقابل کي ددوي مقاومتونواوسر لغړونو  اود بله طرفه دچوکي ، مادي امتيازونو او هم  دملي شتمنيو دتقسيم  پر سر باندي ددوي تر منځ شخړو او جنګونو ته دملي ګټو په نظر کي نيولو سره په لږ دقت نظر واچوو  ، په واقعيت کي دهر هغه افغان چه دوطن سره مينه او هغه خپل افغاني تاټوبي بولي ، وجدان ته يي داسي يو تکان ورکوي چه په غبرګون کي يي دفعتأ په ذهن کي داسي سوال ځاي نيسي چه :

آيا دا نا معلومه جګړه چه دبهرنيو کړيوله خواه زموږ پر جنګ ځپلي  ولس باندي تحميل سوي ده ، چه ادامه يي نه يوازي دافغان ولس دبشري تلفاتو ،اقتصادي بي سارو ورانيواو دملي شتمنيو تاراجولو سبب ګرځي ، بلکه دمنطقي امنيت يي هم دګواښونو سره مخا مخ کړي اونن و نړيوال امنيت ته ديو ستر ګواښ په څير ځان څرګندوي تر کومه به  ادامه ولري ؟

ځکه نود سالم سياسي تعقل خاوندان بايد دداسي يوي لويي فاجعي مخه ونيسي چه هغه نه يوازي دافغانستان دقومونو تر منځ بلکه دمنطقي دهيوادونو تر منځ هم ددښمنيو دروازي خلاصوي ،او داور ولمبو ته يي ورپوري وهي  ۰ زه خپله ددې صلاحيت نه لرم چه دپورتني اساسي سوال په جواب کي دې په هر اړخيز ډول داسي دسياسي حل يو ميکانيزم وړاندی کړم ، چه دهغه په عملي کيدو سره دي  دافغانستان اوسني نا آرامو حالاتو ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ ځکه نو دا وظيفه دافغان ملي ډموکراټيک ګوندونو ، ملي سياسي کار پوهانو او ټولو پر وطن مينو روشنفکرانو ده ،چه دافغانستان دلانجي دسياسي حل ميکانيزم  بيله ځنډه دوخت او ولس  دغوښتني  سره سم ديوه  اساسي هدف په توګه وخپل مخ ته کښيږدي ،اوخپل تر منځ دې په دې هکله ژر ترژره دتفاهم لړي شروع کړي ۰ ولي داملي ګوندونه او ملي شخصيتونه بايد هر ډول دنظر ليريوالې ددغه ستر حياتي مقدس هدف دپاره يوه طرف ته پريږدي ، او ژرتر ژره دي دسياسي حل دميکانيزم تر بيرغ لاندي سره يو موټي سي ۰ولي بايد ووايو چه  متاسفانه ديو شمير افغاني ګوندونو په رهبري کي داسي کسانو ځاي نيولي دي چه شخصي  ګټي يي داشغال دپروسي او د لا س پو څي  حاکميت سره نغښتي دي ۰ شايد په دې مقدسه  لاره کي داسي ګوندونه ددې بهير څخه ځانونه ليري او يا  په يوه او بله بڼه ‍‍خنډونه هم جوړ کړي ،  چه دابه په واقعيت کي دافغانستان دملي ګټو په وړاندي ددوي  يو ښکاره دريځ وي  ۰ ځکه نو بايد په ډير جديت سعيه او تلاښ وسي چه په دې هکله دهر نوع منفي نظر ياتو مخه ونيول سي کوم چه ددې مقدسي پروسي دځنډ سبب ګرځي ۰  بايد ووايو چه په اوس مهال کي دنړي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم  داسي معلوميږي ، چه که  هر څونه ژر ددې حياتي هدف له پاره سعيه اوتلاښ وکړل سی  په هغه اندازه به  په افغانستان او منطقه کښي بشري ناورين ته دپاي ټکي ايښول سوي ، دافغان ولس ګټي به  خوندي ساتل سوی  او د ريښتيني  ولس واکي له پاره به هم پراخه  زمينه رامنځ ته سوي وي ۰ ځکه نو ضرور او لازمي ده چی ژر تر ژر ه په کابل کي يو بين الا ا فغاني کنفرانس جوړ چی په دې کنفرانس کي نه يوازي د سياسي حل د ميکانيزم  پر وړانديزباندي پريکړه وسي بلکه په دې کنفرانس کي  بايد يو کميسون هم وټاکل سي ۰ چی د هم دغه  منتخب کميسون په زريعه دميکانيزم وړانديز  ملګرو ملتونو ، دامريکا تر رهبري لاندي نړيوالي ټولني او دوسله وال افغاني مقاومت ورهبريو ته وسپارل سي ۰ چی ددې کنفرانس ابتکار بايد ملی ډموکراټيک ګوندونه او ملی مستقل  سياسي کار پوهان په لاس کي واخلي ۰  ولي دا هم بايد په ښکاره وضاحت دجنګ دواړو خواوو ته توضيح او وويل سي ،  چه دواړه طرفه بايد  دخپلو هغو غير عملی  دريځونو څخه لږ څه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍شاته ولاړ سي کوم چه په افغانستان او منطقه کښي دصلح دراتلو دخنډ سبب ګرځي ۰دمثال په ډول :

امريکا او ددوي لاس پوڅي دولت بايد داشرط دوسله وال مقاومت په وړاندي ليري کړي ، چه هغوي دي دافغنستان اساسي قانون ومني او وسله دي پر مځکه کښيږدي بيا دي نو دخبرو وميز ته حاظر سي ۰ چه دا نو په واقعيت کښي دمذاکرو له پاره شرط نه بلکه په ښکاره ډول دتسليمي معني لري ۰

ولي  وسله وال مقاومت هم  بايد دمذاکرو څخه وړاندي دملی ګټو په پام کي نيولو سره  داسي  شرطونه   ليري کړي ، چی هغه د مخامخ خبرو او  مذاکرو دخنډ سبب ګرځي ۰

دافغاني منتخب کميسون دوړانديز له مخي دي د ملګري ملتونواداره بايدپه دې حساسو شيبو کي  ودې ته وهڅول سي چی  دامريکا تررهبري لاندي نړيوال  ائتلافي ځواک ۰دافغانستان وسلوال پوځ او  ددولت په مقابل کي وسله وال مقاومت  بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي دواړه طرفه دمذاکري له پاره و نړيوال کنفرانس  ته راوبلل سي۰

دسياسي حل دميکانيزم له پاره ځيني اساسي ټکي :

۱ ــ ددې نړيوال کنفرانس افغاني  ګډون کوونکي بايد دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي د وسله وال مقاومت سربيره  يو تعداد آزاد پر وطن مين په داخل او بهر کښی سياسي  کارپوهان ، دملي ډموکراټيکو ګوندونواستازي اويو شمير  په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰

۲ ـــ  دا نړيوال کنفرانس بايددهيڅ يوه بهرني هيواد دنظامي ، سياسي اواقتصادي اغيزي لاندي نه وي۰

۳ ـــ  دبهرنيو قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړکړل  سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰

۴ ـــ که د بهرنيو قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه ټاکليوخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک او يادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه راوغوښتل سي . ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاحوي دهر ګروپ اوخصوصي امنيتي شرکتونو  څخه چه وي راټولي اودملي دفاع  او کورنيو چارو وزارت ته وسپارل سي۰

۵ ـــ  دا نړيوال کنفرانس بايددافغانستان دملي ګټو په نظرکي نيولو سره نوي لنډ مهاله اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوريدي  دولتي چاري مخ ته بوزي۰

۶ ـــ  داکنفرانس بايد پر نړيوالي  ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي دې  ددولت پهواک  کي کښيښول سي۰

 ۷ ـــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي دافغانستان په کورنيو چارو کي کوم بهرني هيواد مداخله ونه کړي ۰او په دې هکله دې دافغانستان نوي دولت ته نړيوال تضمين هم ورکول سي ۰

 


 


May 28th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات